Skip to main content

د وېبپاڼې په اړه

ددې وېبپاڼې له لارې به موږ د حکومت ځینې فساد-ضد ژمنې تعقیب کړو. دا وېبپاڼه به د هغو فساد-ضد ژمنو د پلي کولو لپاره د فشار د وسیلې په توګه کاریږي چې افغان حکومت یې په بېلابېلو کورنیو او بهرنیو ناستو کې د ترسره کولو ټټر وهلی. ددې وېبپاڼې موخه د افغان دولت په چارو کې د روڼتیا او مسؤولیت پېژندنې ډېرول دي چې د فساد-ضد ژمنو د پلي کولو تعقیب ته به ځانګړی پام کوي. دا وېبپاڼه به په راتلونکې کې هم د افغان دولت د فساد-ضد ژمنو تعقیب جاري ساتي، خو اوس مهال به ددې وېبپاڼې تمرکز د فساد-ضد په لاندینیو ژمنو باندې وي:

 په لندن کې د فساد سره د مبارزې ناسته – می ۲۰۱۶

په بروکسل کې د افغانستان په اړه کنفرانس – اکتوبر ۲۰۱۶

 په لندن کې د افغانستان په اړه کنفرانس – ډیسمبر ۲۰۱۴

 د فساد پر ضد استراتیژی  ۲۰۱۴

OGP-A NAP 2017

کله چې د یوې ژمنې حالت له (نیمګړې) څخه (بشپړ) ته اوړي، نو د ژمنې رنګ به هم له سور څخه شین ته واوړي. کله چې بیا د یوې ژمنې وخت له خپلې ټاکلې مودې واوړي نو تر څو چې هغه ژمنه ترسره شوې نه وي، په (له مودې تېره) به په نښه کېږي.

د هر ژمنې د پرمختګ حالت به، مالوماتو ته د لاس‌رسي او د ژمنې د ترسره‌کولو د مسئولو ډلو سره د مخامخ ناستو له لارې د عامه شواهدو او مالوماتو راغونډولو په وسیله څارل کیږي.