Skip to main content

London Summit

د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس: ډیسمبر ۲۰۱۴

د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس د ۲۰۱۴ کال د ډیسمبر په څلورمه نېټه ترسره شو. دا کنفرانس د برېطانیې او افغان حکومت په ګډ کوربه‌توب جوړ شوی ؤ. دې کنفرانس ددې زمینه مساعده کړه چې افغان حکومت پکې د اصلاحاتو لپاره لیدلوري جوړ کړي او نړیوالې ټولنې پکې د افغانستان سره د ګډ مسؤولیت احساس او ملاتړ ښکاره کړي. د لندن کنفرانس د نوي افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او نور ښکېلو غاړو لپاره لومړنۍ موکه وه چې په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د افغانستان د راتلونکي لپاره په نړیواله کچه ټولیزې ژمنې ترسره کړي.

په دې کنفرانس کې د افغان دولت استازو د ۲۰۱۲ کال د ټوکیو د کنفرانس ژمنې بیا تازه کړې او د ټوکیو د دوه‌اړخیزه حسابدهۍ د چوکاټ بهیر تازه کولو په تړاو هوکړې ته ورسېدل. ولسمشر غني په خپله وینا کې خپلې هیله‌بخښونکې اجنډا د (په ځان بسیا کېدنه: د سمونونو او نوي ملګرتیا ژمنې) تر نامه لاندې وړاندې کړه چې په افغانستان کې اصلاحات راولي او د فساد سره د مبارزې له لارې اقتصادي پرمختګ تامین کړي. د هېواد د امنیت پراختیا جاري وساتي او د هېواد د راتلونکې ښېرازتیا په لړ کې د ښځو او مدني حقوقو ته مهم ځای وکړي.

ګډونوالو د افغان دولت د اصلاحاتو د پروګرام هرکلی او ملاتړ وکړ. که څه هم ګډونوال پوهېدل چې دا یوه اوږدمهالې هڅه ده او یوازې د کورنیو عوایدو پر مټ افغان دولت نشي کولای چې دا مهمې اقتصادي لاسته راوړنې ترسره کړي. ددې ډاډ لپاره چې افغان دولت د ټولو افغانانو لپاره د باثباته راتلونکي لپاره په سهي لاره روان واوسي، نړیوالې ټولنې د ټوکیو د کنفرانس ژمنې بیا تازه کړې چې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۷ پورې به د شپاړس ملیارده امریکايي ډالرو په بسپنه د افغان دولت ملا ورتړي.

موږ به د فساد ضد اړوند هغه ژمنې چې افغان دولت د لندن په کنفرانس کې کړي، تعقیب کړو او د عامه مالوماتو لپاره به یې پایلې پر وېبپاڼه خپرې کړو.

‎وروستي تازه شوي : 01 Jan 1970

د ژمنو وضعیت

  • %0 ‎غیر فعال
  • % ‎پاتې دي
  • %0 ‎روانه ده
  • %0 ‎بشپړ شوی