Skip to main content

London Summit

د فساد ضد ناسته: لندن، می ۲۰۱۶

د ۲۰۱۶ کال د می په دولسمه په لندن کې حکومتونه، سوداګریز بنسټونه، مدني ټولنې، د قانون پلي کوونکي، ورزشي ټولنې او نړیوال نهادونه د فساد سره د مبارزې په یوه ناسته کې په یو ټغر راټول شول او ټولو هوکړه وکړه چې د فساد د مخنیوي لپاره به عملي ګامونه پورته کوي او دې موضوع ته به ریښتینی نړیوال لومړیتوب ورکوي.

ددې ناستې په بهیر کې، افغان حکومت ژمنه وکړه چې د فساد د مخنیوي لپاره به عملي ګامونه پورته کړي. افغان دولت په ټوله کې د فساد پر ضد ۳۱ ژمنې وکړې چې په دریو مختلفو کټګوریو وېشل کیږي: ۱- د فساد افشاء، ۲ – مفسدینو ته سزا او د هغو خلکو ملاتړ چې د فساد ښکار شوي وي، ۳ – له هرځای څخه د فساد د فرهنګ ختمول.

موږ به د ژمنو پلي کول تعقیب کړو، او دا به مالومه کړو چې ژمنې سرته رسېدلي او که نه. ددې وېبپاڼې په مرسته او د خلکو په ملاتړ به موږ پر دولت باندې د هغه مسائلو اړوند فشار راوړو، چې ژمنې یې لا تر اوسه سر ته رسولي نه دي.

‎وروستي تازه شوي : 28 Jul 2019

د ژمنو وضعیت

  • %44 ‎غیر فعال
  • %36 ‎پاتې دي
  • %12 ‎روانه ده
  • %8 ‎بشپړ شوی
1
Commitments:
د حکومتولۍ، قانون حاکمیت او فساد سره د مبارزې لپاره د عالي کمېسیون جوړول
Updates:

د حکومتولۍ، قانون حاکمیت او فساد سره د مبارزې لپاره د عالي کمېسیون د ایجاد فرمان د ۱۳۹۴ کال د کب د میاشتې په اته‌ویشتمه ورکړل شوی ؤ او ایجاد شو. خو نوموړي کمېسیون میاشتینۍ غونډې ترسره نکړای شوې. د ټاکل شوې مودې په نیمایې یې هم ناستې نه دي کړي. پر دې سربېره، د دارالانشاء د کارمندانو د نه شتون له امله د نوموړي کمېسیون چارې ټکنۍ شوي.

دا کمېسیون لا تر اوسه د پورته دوه ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

1
Commitments:
د اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز جوړېدل
Updates:

د اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز جوړېدل د ۲۰۱۶ کال د می پنځمه اعلان شول. د لویو جرمونو د تعقیب لپاره دا یو بریالۍ لاره ده. ګڼ شمېر پرانستې محاکمې یې ترسره کړي او په لسګونو کسان یې تورن اعلان کړي. خو دا مرکز د لوړپوړې سیاسي لاس‌وهنې او د منابعو د نه‌شتون له ستونزو سره مخ دی.

1
Commitments:
د دولتي او خصوصي مالوماتو د شریکولو له لارې دې حکومتونه، د قانون حاکمیت ځواکونه، چارواکي او مالي سکتورونه لاس یو کړي چې د فساد سره تړلی د پیسو د وینځلو پېژندنه او مخنیوی وکړي
Updates:

د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د افغانستان بانک هغه واحد دی چې دنده یې د پیسو وینځلو په کړنو نظر ساتل او د همدې ستونزې سره د مبارزې لپاره د نړیوالو اړیکو جوړول دي.  دې مرکز د ۱۵ هېوادونو سره تفاهم لیکونه لاسلیک کړي چې وروستی یې له چین سره ؤ. سربېره پر دې، د افغانستان بانک اعلان وکړ چې له پنځو کلونو وروسته په دې توانېدلي چې افغانستان د نړیوال مالي چارو ځواک (FATF) د خړ لسټ څخه رابهر کړي. (په دې لسټ کې هغه هېوادونه شامل وي چې بانکوالي یې رڼه نه وي). خو بیا هم د څار ځینو ادارو ګواښ کړی چې افغانستان د غیر قانوني مالي راکړو ورکړو په مخنیوي کې پاتې راغلی.

1
Commitments:
د شتمنیو د بېرته ترلاسه کولو د قوانینو پیاوړي کول، د تور پرته د ضبط واک او د پټو پانګو پېژندنه
Updates:

د شتمنیو د بېرته ترلاسه کولو د قوانینو پیاوړي کول، د تور پرته د ضبط واک او د پټو پانګو پېژندنه

1
Commitments:
د ګټه اخیستونکي د مالوماتو د اتوماتیکې تبادلې لومړني نوښت سره یو ځای کېدل
Updates:

د ګټه اخیستونکي د مالوماتو د اتوماتیکې تبادلې لومړني نوښت سره یو ځای کېدل

1
Commitments:
د فساد سره د مبارزې لپاره د نویو لارو او ټکنالوژۍ په مرسته د نوښت په یو مرکز کې ګډون کول
Updates:

د فساد سره د مبارزې لپاره د نویو لارو او ټکنالوژۍ په مرسته د نوښت په یو مرکز کې ګډون کول

1
Commitments:
د لاسرسۍ وړ مرکزي ډاټابیس جوړول چې تحریم شوې کمپنۍ پکې درج شوې وي
Updates:

د تدارکاتو ملي ادارې د ټولو هغو کمپنیو لپاره یو مرکزي لیکلړ جوړ کړی او ټولې هغه کمپنۍ یې پکې ځای کړي چې پخوا تحریم شوې وې خو اوس یې د تحریم موده پوره کړې او یا اوس هم د بندیز لاندې دي او په عامه تدارکاتو کې برخه نشي اخستلای او یا هم د تحریم د بهیر لاندې دي خو لا یې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

ددې کمپنیو په اړه مالومات په ټوله مانا پرانستي دي او د ملي تدارکاتو د ادارې له وېبپاڼې ورته لاس‌رسی کېدای شي.

بیا هم، د لویې څارنوالۍ له‌خوا د تحریم شویو کمپنیو وروستی لست لا ندی خپور شوی.

1
Commitments:
د ورزش د روڼتیا نړیوالې ادارې سره یوځای کېدل
Updates:

د ورزش د روڼتیا نړیوالې ادارې سره یوځای کېدل

1
Commitments:
د نړیوال وجهي صندوق د مالي روڼتیا د څارنې منل
Updates:

د نړیوال وجهي صندوق د مالي روڼتیا د څارنې منل

1
Commitments:
پر مالیاتو د عامه راپور ورکونې د معیاري نوښت سره یوځای کېدل
Updates:

پر مالیاتو د عامه راپور ورکونې د معیاري نوښت سره یوځای کېدل

1
Commitments:
د ادیس مالياتي نوښت سره یو ځای کېدل
Updates:

د ادیس مالياتي نوښت سره یو ځای کېدل

1
Commitments:
د (اقتصادي مرستو او پرمختګ نهاد) په همغږۍ، په اداري روڼتیا باندې د عملي ګډکار پیل
Updates:

د (اقتصادي مرستو او پرمختګ نهاد) په همغږۍ، په  اداري روڼتیا باندې د عملي ګډکار پیل

1
Commitments:
د کورنیو وزارتونو په چوکاټ کې د وړتیا جوړونې په موخه د مسلکي کسانو د تبادلې او د فساد سره د مبارزې د نهادونو د روزنې په برخه کې، د بلغاریا په شمول، د نورو هېوادونو سره کار کول
Updates:

د کورنیو وزارتونو په چوکاټ کې د وړتیا جوړونې په موخه د مسلکي کسانو د تبادلې او د فساد سره د مبارزې د نهادونو د روزنې په برخه کې، د بلغاریا په شمول، د نورو هېوادونو سره کار کول

1
Commitments:
د کمپنیو د مالوماتو د لا څرګندتیا لپاره ګډ کار کول (لکه دولت ته د تېلو، ګازو او کانونو د تأدیاتو په اړه)، د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت سره د روان کار ډېرول، د پرانستې حکومتولۍ یا د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت د کاري ډلو له لارې د پرمختګ راپور ورکول، د یو نړیوال معیاري راپور سیستم لپاره زمینه مساعدول، او په دې ساحه کې د روڼتیا لپاره د عامه ذهنیت جوړولو او شواهدو پیاوړي کولو لپاره ګډ کار کول
Updates:

افغانستان د ۲۰۱۶ په ډیسمبر کې د پرانستې حکومتولۍ غړیتوب ترلاسه کړ او د پلي کولو په بهیر کې یې دی.

1
Commitments:
د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت د راپور له لارې د مالوماتو د خپلخوښې ښکاره کولو ملاتړ، او د ځینو لویو شرکتونو لهخوا دولت ته د تېلو، ګازو او کانونو د تأدیاتو مالومات ورکول
Updates:

د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت په پنځم راپور کې چې د ۲۰۱۷ کال د می په میاشت کې خپور شو د لسګونو شرکتونو له‌خوا افغان دولت ته تأدیاتو مالومات شته.  بیا هم په دې مالوماتو کې ځینې جدي نیمګړتیاوې شته، د بېلګې په توګه په ۱۳۹۳ کال کې د شمال د سکرو شرکت ټول عواید ۷۵۳ ملیونه افغانۍ وو خو په راتلونکې کال کې همدا رقم یو ملیارد افغانیو ته نږدې کېده چې دا یو لوی توپیر ښایي، په داسې حال کې چې د تولید کچه یې نږدې یو شان وه.

1
Commitments:
د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ ادارې د فساد سره د مبارزې د مرکز جوړولو ملاتړ او د (اقتصادي همکارۍ او پرمختګ ادارې) سره د فساد پر ضد د اوسنیو هڅو د اغېز پیاوړي کول
Updates:

د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ ادارې د فساد سره د مبارزې د مرکز جوړولو ملاتړ او د (اقتصادي همکارۍ او پرمختګ ادارې) سره د فساد پر ضد د اوسنیو هڅو د اغېز پیاوړي کول

1
Commitments:
سره، د پرانستو قرادادونو د اطلاعاتي معیارونو او اصولو خوا ته پړاویز تګ
Updates:

روڼتیا څار سره د پرانستو قرادادونو اطلاعاتي معیارونو په نامه درې اړخیزه هوکړه‌لیک لاسلیک کړی.

د پرانستو قراردادونو د نهاد په تخنیکي مرسته، د افغانستان د تدارکاتو ملي ادارې، د پرانستو قراردادونو د لارښودونو مطابق د سیمې په کچه او سیستمونو په نښه کولو لومړنی مسوده بشپړه کړې ده. له دې وراخوا، د پرانستو قرادادونو د اطلاعاتي معیارونو د پنځه واړو مرحلو ټولې اطلاعاتي شمېرې د افغانستان په تدارکاتي سیستم کې ځای په ځای شوي.

د پرانستو قرادادونو د اطلاعاتي معیارونو د مهمو اطلاعاتي شمېرو سربېره، د تدارکاتو ملي ادارې د پرانستو قرادادونو د اطلاعاتي معیارونو د پنځم پړاو لپاره چې د قراردادونو پلي کېدل دي، د قراردادونو د پرمختګ د څار بشپړ سیستم جوړ کړی. په دې پړاو کې د بریده پورته پروژو ټول اړین مالومات د ملي تداراکاتو د ادارې په وېبپاڼه کې خپریږي.

 

له دې وراخوا، د پرانستو قراردادونو نهاد او نړیوال بانک ګډ ماموریت د ۲۰۱۷ کال د جولای له څوارلسمې څخه د جولای تر درویشتمې، له افغانستان څخه لیدنه وکړه چې په افغانستان کې د پرانستو قراردادونو لومړۍ ارزونه وکړي.

ددې ارزونې له لارې به د عرضې او تقاضا په برخو کې د قراردادونو د پرانستیا کچه ورازول شي. د ارزونې راپور به د ۲۰۱۷ په سپتمبر کې نهايي شي او د تدارکاتو ملي ادارې ته به د پرانستو قرادادونو د اطلاعاتي معیارونو په اړه ځانګړې سپارښتنې وکړي.

1
Commitments:
له پولې اخوا د مفسدو داوطلبانو د مالوماتو د شریکولو لارې چارې څپړل
Updates:

د ملي تدارکاتو ادارې د پولې اخوا شرکتونو اړوند، د تحریم بهیر پيل کړی. لکه څنګه چې بېلابېل هېوادونه مختلف حقوقي او قانوني چوکاټونه لري چې خپلو کورنیو شرایطو په تطابق یې جوړ کړي، نو ځکه له پولې هاخوا د شرکتونو تحریم په عمل کې نږدې ناشونی برېښي.

په دې اړه د (MDBs) سره هم بحث شوی ؤ، او هغوی هم په دې اند دي چې دا کار ناشونی دی، ځکه په بېلابېلو هېوادونو کې جلا حقوقي چاپېریالونه دي.

په همدې خاطر، د افغانستان له‌خوا د پولې هاخوا شرکتونو د تحریم لپاره د بشپړې پرانستې سره سره، اوسمهال ددې چارې شونتیا نږدې صفر سلنه ښکاري، ځکه ددې کار لپاره سیمه‌ییزه او نړیواله همغږي پکار ده.

1
Commitments:
هېواد پر هېواد، د لویو ګڼ-ملتیزو شرکتونو مالیاتي مالوماتو د ښکاره راپور ورکولو لپاره د نړیوالې ژمنې ملاتړ
Updates:

هېواد پر هېواد، د لویو ګڼ-ملتیزو شرکتونو مالیاتي مالوماتو د ښکاره راپور ورکولو لپاره د نړیوالې ژمنې ملاتړ

1
Commitments:
د کمپنیو د ګټه اخیستونکو مالکانو د مالوماتو لپاره د عامه مرکزي راجستر جوړول
Updates:

پر دوه جلا خو سره تړلو نوښتونو کار روان دی چې په افغانستان کې د ګټه اخیستونکو څښتنانو د ثبت لپاره حقوقي چوکاټ جوړ کړي. په استخراجي سکتور کې په فعالو کمپنیو باندې د ځانګړي تمرکز سره د افغانستان د استخراجي منابعو د شفافیت نوښت یو کال مخکې کار پیل کړی. کاري نقشه یې جوړه ده او یو څه پرمختګ هم شوی دی.

خو د کانونو قانون لا د ګټه اخستونکو څښتنانو د مالوماتو د ثبت د رانغاړلو لپاره تعدیل شوی نه دی.

د افغانستان د سوداګرۍ د ثبت مرکزي ادارې یوه نوې وېبپاڼه جوړه کړې چې د کمپنیو د شریکانو مالومات خپروي. پر دې سربېره، دې ادارې، د تدارکاتو ملي ادارې او د افغانستان د روڼتیا څار مدني ټولنې د ګټه اخستونکو څښتنانو د ثبت د پېژندنې او په بېلابېلو سکتورونو کې د خپرېدو لپاره، د دولت لپاره یوه طرح تیاره کړې. د قانون جوړونې او تصویب د اصلي کار د پیل څخه د مخه، دا طرحه د اقتصادي عالي شورا منظورۍ پورې تړلې ده.

1
Commitments:
اغېزمن شویو هېوادونو ته د جبران د تأدیې لپاره عامه اصول، چې ددې تأدیاتو له مصؤنیت، عدالت او روڼتیا ضمانت وکړای شي.
Updates:

اغېزمن شویو هېوادونو ته د جبران د تأدیې لپاره عامه اصول، چې ددې تأدیاتو له مصؤنیت، عدالت او روڼتیا ضمانت وکړای شي.

1
Commitments:
د غلا / غصب شویو شتمنیو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د نړیوالو منل شویو، رڼو او مسؤولو مدیریتي لارښودونو جوړول
Updates:

د غلا / غصب شویو شتمنیو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د نړیوالو منل شویو، رڼو او مسؤولو مدیریتي لارښودونو جوړول

1
Commitments:
ددې تضمینول چې د قانون حاکمولو نهادونه په خپله ساحه کې د ثبت شویو کمپنیو او حقوقي بنسټونو د ګټه اخستونکو څښتنانو مالوماتو ته بشپړ او اغېزمن لاسرسی لري
Updates:

ددې تضمینول چې د قانون حاکمولو نهادونه په خپله ساحه کې د ثبت شویو کمپنیو او حقوقي بنسټونو د ګټه اخستونکو څښتنانو مالوماتو ته بشپړ او اغېزمن لاس‌رسی لري

1
Commitments:
په عامه قراردادونو او د جایدادونو په پېرلو کې د ښکېلو کمپنیو د ملکیت او کنترول د روڼتیا د تضمین لپاره ګامونه پورته کول.
د هغو بهرنیو کمپنیو لپاره د یو شفاف او مرکزي راجستر جوړول چې په عامه قراردادونو او د جایدادونو په پېرلو یا دې ورته چارو کې برخه اخلي
Updates:

په عامه قراردادونو او د جایدادونو په پېرلو کې د ښکېلو کمپنیو د ملکیت او کنترول د روڼتیا د تضمین لپاره ګامونه پورته کول.

د هغو بهرنیو کمپنیو لپاره د یو شفاف او مرکزي راجستر جوړول چې په عامه قراردادونو او د جایدادونو په پېرلو یا دې ورته چارو کې برخه اخلي

1
Commitments:
د فساد پر وړاندې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د خپلخوښو چارو د پلې کېدا د چټکتیا د ملاتړ لپاره د نورو هېوادونو، مدني ټولنو او نړیوالو نهادونو سره کار کول
Updates:

افغانستان په ۲۰۰۴ کال کې د فساد پر وړاندې د ملګرو ملتونو کنوانسیون سره یوځای شو، دا یوځای کېدنه د ولسي جرګې له‌خوا تصویب او په ۲۰۰۸ کې د ولسمشر له‌خوا لاسلیک شوه. د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې یې دلته قانون خپور شوی. افغان دولت ددې کنوانسیون د عملي کېدا لپاره میکانېزم نه دی رامخته کړی.

خو بیا هم، دا کنوانسیون په څو قوانینو کې یاد شوی، په ځانګړي ډول د جنايي جرمونو د قانون جوړونې کاري ډلې، د فساد سره د مبارزې د قانون په مسوده کې ددې کنوانسیون پلې کېدا ته پام کړی دی.

فساد سره د مبارزې د قانون مسودې د فساد پر وړاندې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون څو مهمې مادې، راخپلې کړي چې د فساد سره د مبارزې د نهاد خپلواکي هم په کې شامله ده.